اسلامي امارت د امريکايي اشغال په وړاندې د خپلو ټولو مجاهدينو جهاد او مبارزه وستایله او مسؤلیتونو ته یې متوجې کړل.

0
96

اسلامي امارت د امريکايي اشغال په وړاندې د خپلو ټولو مجاهدينو جهاد او مبارزه وستایله او مسؤلیتونو ته یې متوجې کړل.

7 اکتوبر 2022

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د اکتوبر په اوومه او د میزان په پنځلسمه چې د امریکایي یرغل له نیټې سره سمون خوري، یوه اعلامیه نشر کړه، چې پکې د امریکا یرغل غندل شوی او ویلي یې چې افغانستان د هیچا لپاره تهدید نه دی.

 

تر څنګ یې په اعلامیه کې د افغان ولس، مجاهدینو او ټولو مبارزینو مبارزه او جهاد ستایل شوی او د الله تعالی له دربار څخه ورته اجر عظیم غوښتل شوی.

اعلامیه زیاتوي:
الحمدلله نن ورځ موږ د امريکايي يرغل د یویشتمې کلیزې څخه په داسې حال کې يادونه کوو چې هیواد مو د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو له شتون څخه پاک شوی او ملت مو د يوه سوچه اسلامي نظام تر سيورې لاندې ډاډمن او سر لوړی ژوند کوي.

 

مخکې لیکي: اسلامي امارت د امريکايي اشغال په وړاندې د خپلو ټولو مجاهدينو جهاد او مبارزه ستايي، د دې لوی معرکې شهیدانو ته جنتونه او ټپيانو ته شفا غواړي، معيوبيو، کونډو او ځوریدلوته له الله تعالی څخه د صبر، زغم او نعم البدل غوښتنه کوي او د یتیمانو او بی سرپرسته شویو کورنيو د ښې پالنې لپاره هلې ځلې خپله دنده او د اسلامي نظام حاکمیت خپله وجيبه ګڼي.

 

د اسلامي امارت مسئولین، کارمندان او ټول مجاهدین هم باید د جهاد په دوران کې د الله تعالى لخوا شوی نصرت او مرسته هیره نه کړي، په مقابل کې يې د الله تعالی شکر ادا کړي، ښه بندګي يې وکړي او د اسلامي نظام د خدمت لپاره لا ډیر اخلاص او توجه وکړي او پر

اړوند موضوعات

د افغان دولت دفاع وزارت اړوند د مجاهدینو د رتبو تثبیت کمیسون په کار پیل وکړ.

 

خپل مظلوم ولس باندې ترحم او شفقت ولري. زموږ ولس باید د دغه ستر تجاوز او اشغال څخه د خلاصون له امله د الله تعالى شکر ادا کړي، د شته استقلال، اسلامي نظام او راغلي امنیت قدردانی وکړي او د خپل اسلامي نظام او امارت سره اوږه په اوږه ودریږي.

Leave a reply