د بښنې نړیوال سازمان: ط’البان هڅه کوي چې له ټولنیزې فضا څخه ښځې له منځه یوسي

د بښنې نړیوال سازمان: ط’البان هڅه کوي چې له ټولنیزې فضا څخه ښځې له منځه یوسي
د بخښنې نړیوال سازمان په دې کلني راپور کې چې د ښځو په وړاندې د ط’البانو ټول فعالیت دی، ویلي چې د ط’البانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښځو او نجونو د له منځه وړلو هڅې د «تاوتریخوالي په خپریدو» سره ترسره کیږي.
(2022 / 10 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بښنې نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي چې ط’البانو د “سیسټماتیک بریدونو” په واسطه د ښځو لپاره ډګرونه ترور کړي او موخه یې دا ده چې له عامه ځایونو څخه دوی لرې کړي.
د دې سازمان په راپور کې دا هم راغلي چې د “د ډار او ګواښ کلتور” پراخول د یو لړ “سیسټماتیک بریدونو” په لړ کې له ټولنې څخه د ښځو د له منځه وړلو لپاره ترسره شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په دې کلني راپور کې چې د ښځو په وړاندې د ط’البانو ټول فعالیت دی، ویلي چې د ط’البانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښځو او نجونو د له منځه وړلو هڅې د «تاوتریخوالي په خپریدو» سره ترسره کیږي
د بښنې نړیوال سازمان په دې کلني راپور کې له ښځو سره د ط’البانو له چلند څخه دې نتیجې ته رسېدلي چې د دوی ډېری کړنې د دوی د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د دغې ډلې د تاوتریخوالي د دوام پایله ده.
په دې راپور کې له ښځینه فعالانو سره مرکې شوې او ځینو یې ومنله چې ط’البان د یو ښه نړیوال انځور د لرلو له امله د نويمې لسیزې له ط’البانو سره یو څه توپیر لري.
اړوند موضوعات:
م،م افغانستان کې د ښځو او بشر حقوقو د څارلو لپاره ځانګړې ډله ټاکي
د ط’البانو تر واکمنۍ لاندې ښځو په تېره بیا مظاهره چیانو په دغه راپور کې ویلي چې د دوی تر ټولو لویه وېره د ط’البانو له خوا پر ښځو جنسي تېری دی. یوې ښځینه مظاهره کوونکي د بخښنې نړیوال سازمان ته وویل: “د هغې کورنۍ اندیښمنه وه چې که هغه د ط’البانو لخوا توقیف شي، نو د جنسي ځورونې سره به مخ شي، چې کورنۍ ته به یې شرم وي، نو دوی هغې ته د ګډون اجازه نه ورکوله.”





