صبا به سفارتخانه د عاشورې د رخصت له وجهې بنده وي

0
120

باغي ټي وي رپورټ

د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفارتخانې نه یوه مراسله جاري شوې، د مراسلې مطابق به صبا د عاشورې ورځ په مناسبت سره رخصتي وي.

په مراسله کښې لیکل شوي چې سفارتخانه به د عاشورې د رخصتې په وجه په ۱۹ نوولس اګست بنده وي. یاده دې وي چې د پاکستان د کابل سفارت په ټویټر پانړه یوه ویډیو جاري شوې چې پکښې افغانان د پاکستان حکومت ستاینه کوي چې سفارتخانه ی وس هم پرانستې ده ځکه چې ډیر افغانان غواړی د علاج لپاره د پاکستان سفر وکړي.

په دې مراسله کښې صرف د صبا ورځې د رخصتې ذکر دې چې په دا معنی دې چې په کابل کښې د پاکستان سفارخانه به نورې ورځې پرانستې وي.

Leave a reply