د ننګرهار په بیلابیلو سیمو کې د قومي مخورو په منځګړیتوب د داعش ۵۹ تنه غړي تسلیم شوي.
د ننګرهار په بیلابیلو سیمو کې د قومي مخورو په منځګړیتوب د داعش ۵۹ تنه غړي تسلیم شوي.
5 اکتوبر 2022
د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو د سې شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د افغانستان په دې ولایت کې د قومي مشرانو پر منځګړیتوب د داعش ۵۹ غړیو خپلې وسلې پر ځمکه ایښي او تسلیم شوي.
د ننګرهار د امنيه قومندانۍ د امنيت امر محمد ادريس ويلي: دغو وسلوالو په چپرهار، سرخرود، خوږياڼو، لعلپورې، اچين او سپين غر ولسواليو کې فعاليت درلود، چې د قومي مشرانو په منځکړيتوب د عفوی د فرمان پر بنسټ تسلیم شول.
دغو پخوانیو وسلوالو ویلي، چې له داعش سره په یوځای کېدو پښېمانه دي او هېڅکله به بېرته ورونګرځي.
په ننګرهار کې د اسلامي امارت د استخباراتو مسوولین وايي، چې اوس هم د وسلوالو داعشیانو پر مخ په مشروط ډول د تسلیمۍ دروازې پرانیستي دي.
د اسلامي امارت له واکمنۍ راپدیخوا په ننګرهار کې تر دې دمه شپږ سوه پنځوس داعشیان اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.