پاک افغان پوله د عام تجارت لپاره پرانستل شوه

په لنډیکوتل کښې د پاک افغان پوله تورخم سره نزدې د تجارتي مال نه ډک ګاړي د افغانستان په لور روان دي.
باغي ټي وي رپورټ
نن پاک افغان پوله تورخم هغه وخت وتړل شوه چې د ننګرهار اولس په احتجاج لاس پورې کړو چې د افغان مریضانو نه دې غیرقانوني ۳۵۰ ډالر اخستل بند کړې شي، سرچینې رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کښې افغان مریضانو نه ۳۵۰ ډالر اخستل کیږي
د بارډر سرچینو مطابق د پاکستاني او افغان چارواکو ترمینځ خبرې اترې وشوې او بیا روسته پوله د تجارت لپاره پرانستل شوه او د تجارتی مالونو نه ډګ ګاړو له د بارډر پورې وتلو اجازت ورکړې شو.
یاده دې وی چې په پاکستان کښې د کورونا مرض د مخنیوي لپاره د این سي او سي د مراسله نه پس د میی میاشتې کال ۲۰۲۱ نه په پاک افغان پوله سفري بندیزونه ولګیده.
د این سي او سي مراسله مطابق افغانان د پاکستان نه د تورخم په لار افغانستان ته تلې شي او پاکستاني وګړي د افغانستان نه پاکستان د داخلیدۍ شي. صرف هغه افغانان چې د علاج لپاره د پاکستان سفر کول غواړي ،کولې شي چې د تورخم له لارې پاکستان ته لاړشي.
یاده دې وي چې د پاکستان تورخم کښې هم د مزدورانو اتحاد مشرانو په لاریون لاس پورې کړې او غوښتنه کوي چې تورخم پوله دې د عام تګ راتګ لپاره پرانستې شي.

په لنډیکوتل بازار کښې د مزدورانو اتحاد مشرانو احتجاجي مظاهره کوي چې تورخم پوله دې پرانستې شي






