د ملګرو ملتونو مرستندویه ټولنه اوچا وایي: افغانانو سره ۳ سوه میلیونه ډالره مرسته شوې.

0
157

د ملګرو ملتونو مرستندویه ټولنه اوچا وایي: افغانانو سره ۳ سوه میلیونه ډالره مرسته شوې.

4اکتوبر 2022

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي چې د افغانستان د بشري مرستو وجهي صندوق روان کال بشري مرستندویه شریکانو ته نږدې درې سوه میلیونه ډالره ورکړي.

 

نوموړی اداره زیاتوي چې دا مرستې هغو میلیونونو افغانانو ته چې د ژوند ژغورلو لپاره پر بشري مرستو متکي دي، د ژوندي پاتې کېدو لومړنۍ مرستې ورسوي.

 

اوچا ویلي چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق د امریکا د بسپنې ۱۰۷ میلیونه ډالره د ژمنیو مرستو لپاره ازادې کړي دي.

اړوند موضوعات

اوچا: 300 میلیون دالر برای کمک به افغان ها کمک شده است

 

یادې ادارې ویلي چې دغه مرستې به مخکې له دې چې سخت ژمۍ پیل شي، د خلکو د کورونو د ترمیم، کمپلو، ګرمو جامو او د سوند توکو په برخو کې له خلکو سره پر مرستو ولګول شي.

Leave a reply