تیرو دریو ورځو کې له ایران څخه څه د باندې ۳۷۰۰ افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي.

0
102

تیرو دریو ورځو کې له ایران څخه څه د باندې ۳۷۰۰ افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي.

4 اکتوبر 2022

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پخپلو دوه بیلابیلو خبرپاڼو کې څرګنده کړی، چې په تېرو درېيو ورځو کې له ایران څخه څه باندې ۳۷۰۰ کډوال بېرته هېواد راستانه شوي چې له دې ډلې څه باندې ۱۹۰۰ کسان په جبري توګه وتلو ته اړ ایستل شوي دي.

 

له یاد وزارت څخه په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون له ایران څخه د هرات د اسلام کلا بندر له لاری ۱۵۹۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۵۷۷ کسان په جبري او ۱۰۲۱ نور په خپله خوښه راستانه شوي دي.

 

او همدا راز د نیمروز د ورويښمو پل له لارې ۲۱۳۷ افغان کډوال چې له ډلې یې ۱۳۵۰ تنه جبري او پاتې نور په پخپله خوښه هیواد ته راستانه شوي.

 

خبرپاڼه زیاتوي، د دغو کسانو څخه یی ۴۵۱ تنه د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍ وال سازمان ته ورپېژندل شوي دي، تر څو دوی سره کومک وکړي.

اړوند موضوعات

په تېره یوه اوونۍ کې له ایران څخه څه باندې ۷۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي

 

یاده دې وي چې په تیره میاشت کې زرګونه افغانان د ایران او پاکستان هیواد څخه خپل هیواد ته په خپله او جبري توګه راستانه شوي.

Leave a reply