د ایران سپریم لیډر آیت الله خمیني امریکا او اسراییل په ایران کښې د روانو مظاهرو پلان کوونکو په توګه تورن کړي دي

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په تهران کې د وسله والو ځواکونو د اکاډمۍ د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ. IR/AFP
باغی ټي وي رپورټ
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په هیواد کې د روانو مظاهرو په اړه خپله چوپتیا ماته کړې ده، هغه په خپل بیان کښې ویلي دي او امریکا او اسراییل یې د هغه څه لپاره تورن کړل چې په دې هیواد کښې روان دي او دا د ایران لپاره پلان شوي فسادونه اوبلل.
خامنه يي په پلازمینه کې د فوځي فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې لاریونونه پلان شوي او د “عامو ایرانیانو” لخوا نه دي ترسره شوي، چې د ناکراریو پړه په امریکا او اسراییلو اچوي.
د انګریزې دی نیشنل نیوز په ویب پانړه د نشر شوي یو راپور مطابق
هغه په خپله وینا کښې وویل: زه په واضحه توګه وایم چې دغه ګډوډي او ناامنۍ د امریکې او د غاصب او جعلي صهیونیسټ رژیم له خوا طرحه شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې هغه د پولیسو په توقیف کې د کردۍ میرمن ماهسا امیني له وژل کیدو وروسته په ټول هیواد کې لاریونونو ته وینا کوي.
ښاغلي خامنه يي وویل چې هغه د امیني په مړینې “زړه مات شوی” دی چې په ټولو ولایتونو کې یې د رژیم ضد لاریونونه راوپارول. هغه زیاته کړه، مظاهره کوونکي د هغې له مړینې څخه د یوې بهانې په توګه کار اخلي چې سړکونو ته راووځي، هغه زیاته کړه، دوی به د رژیم پر ضد د مظاهرې لپاره بل دلیل موندلی وای که هغه مړ شوی نه وای.
هغه دغه راز پر لاريون کوونکو د قران کريم د سوځولو او پر جوماتونو د بريدونو تور هم پورې کړ.
د هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې په تهران کې د پوهنتون د محصلینو پر ضد لاریونونه وشول، ټولګي لغوه شول او محصلینو په ټول هېواد کې د اعتصاب غږ وکړ.






