د خیبر پښتونخوا حکومت د مالي بحران ښکار، سرکاري کارکوونکو ته ترواسه پورې معاشونه نه دې ورکړل شوي

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا حکومت د مالي مشکلاتو له امله حکومتي کارکوونکو ته تنخواګانې نه شي ورکولی.

د دولتي چارواکو په وينا، دغه ولايت له مالي بحران سره مخ دى او د ماليې د خرابېدو له وېرې ولايتي اداره نه شي کولى، چې دولتي مامورينو ته معاشونه ورکړي، په داسې حال کې، چې پخوا د هرې مياشتې په ٢٩مه د معاشونو ورکول پيل کېدل.

چارواکي وايي دغه پيسې وفاقي حکومت څخه ناوخته ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې وفاقي حکومت د بجلۍ د منافعو 60 اربه روپۍ قرضدار دي او وفاقي حکومت د ضم شوي ضلعو لپاره هم پيسې نه ورکوي او صوبې سره هم محدودې پيسې پاتې دي.

بل خوا د صوبې د خزانې وزير تيمور سليم جهګړا وئيلي دي چې راتلونکې هفته به د ټولو ملازمينو تنخواګانې په خپل وخت ورکولې شي۔

هغه وايي، وفاق د سياسي سکور لپاره په صوبه کې اقتصادي بې ثباتي غواړي، هغه اوویل چې سرکاري کارمندان دې بې فکره وسی ، دوی ته به معاشونه زر ورکړل شي.
بل اړخ ته په صوبه کښې د سرکاري کارکوونکو اتحادیی مشرانو غوښتنه کړې ده چې سکراي کارمندانو ته دې زر معاشونه ورکړی ځکه هم دا ددوی د خاندان د ساتلو وسیله ده او د معاشونه نه ورکولو په وجه سرکاري کارمندان د سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载