د جي ۷ ډلې هېوادونو بهرنیو وزیرانو پر روسیه د نورو اقتصادي بندیزونو تازه ګواښ کړی.

د جي ۷ ډلې هېوادونو بهرنیو وزیرانو پر روسیه د نورو اقتصادي بندیزونو تازه ګواښ کړی.
1 اکتوبر 2022
د جي ـ ۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې پر ورځ له روسیې سره د اوکراین د ۴ سیمو یوځای کول د روانې جګړې سپک ټکی نومولی او د مسکو پر وړاندې یې د نورو هڅو د ترسره کولو ګواښ څرګند کړ.
د کانادا، فرانسې، جرمني، ایتالیا، جاپان، انګلستان، امریکا او اروپايي اتحادیې د لوړ پوړیو دیپلوماتانو لخوا په ډاګه شوې: مونږ به هیڅکله دا ادعا شوې یوځای کېدنه ونه منو او نه د ټوپک پر زور ترسره شوې ټولپوښتنه پر رسمیت پېژنو.
دغه راز د دغې ډلې په بیان کې راغلي: مونږ به نور اقتصادي بندیزونه پر روسیې او د روسیې دننه او بهر پر هغو اشخاصو او ادارو ولګوو، چې په دې اړه له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه یا سیاسي او اقتصادي ملاتړ کوي.
د یادونې ده، چې روسیې د روان کال د فبرورۍ پر ۲۴ پر اوکراین پوځي برید پیل او ۴ ښارونه یې له اوکراین بېل او پر رسمیت وپېژندل او د دوی د څرګندونو له مخې؛ دادی د نازیانو پر وړاندې یې جګړه هم روانه ساتلې ده.






