هایی کورټ د عمران خان په ضد مقدمه نه ده ختمه کړې، یوازې د ترهګرۍ برخه ی ختمه کړې ده: د داخله چارو وزیر، رانا ثناالله

0
82

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې د عمران خان وارنټ په نورماله توګه جاري کړے شوے دے۔

د جيو نيوز پروګرام “نيا پاکستان” کې په خبرو کې رانا ثناءالله وويل چې هاي کورټ د عمران خان پرضد مقدمه نه ده ختمه کړې، هائي کورټ يواځې د ترهګرۍ برخه ختمه کړې ده.

هغه وويل که مقدمه مجسټرېټ ته وړاندې کړل شي نو لازمه وه چې تورن حاضر شي، که نه نو بايد وارنټ يې جاري شوى واى.
د داخله چارو وزير د سيفر ته په اشارې سره وويل چې دا درې يا څلور کسان دومره بدکاره خلک دي چې ناست او سازشونه يې وکړل، څنګه يې د هېواد ازادي تر پښو لاندې کړه، د دوی دا جرم د نه بښلو وړ دی.

ده ووئيل په پارليمنټ كښې به پرې بحث كېږي كه دا خيانت يا كوم جرم شي نو مونږ به ورسره اتفاق وكړو، د آډيو ليكس په اړه كمېټۍ جوړه كړې شوې، چې په دې اړه جدي نوټس اخېستل شوې۔
رانا ثناء وويل چې د وزيراعظم هاؤس ريکارډ هره ورځ څوک نه چک کوي، که چرې سيفر ته ضرورت و نو چک يې کړے شوے دے، ما ترې اخستلې دې، کومو دقيقو چې دوي په درغلۍ سره ريکارډ کړي دي هغه چيف جسټس او سپيکر ته استولي دي۔

ياده دي وي چي د مارګله پوليس سټيشن ايريا مجسټريټ زنانه مجسټريټ زيبا چوهدري ته د ګواښلو په مقدمه کښي د پخواني وزيراعظم عمران خان د ګرفتاري وارنټ جاري کړي دي۔
………………..
نور خبرونه

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د نیول امر جاري شوې دې

په فوځ او ملکي ادارو نیوکې، د سایره یوسف ټویټر پانړه د پاکستان تحریک انصاف یو کارکوونکې کاروله

د پاکستان اولس مشر ډاکټر عارف علوي له لوري هماني ګروپس آف کمپنیز لپاره د غوره کارکردګۍ ایورډ ورکړل شوې ده

Leave a reply