تر کندهار وروسته، تخار ولایت کې ډلییز قبر موندلی دی

تر کندهار وروسته، تخار ولایت کې ډلییز قبر موندلی دی
صافي دغه راز ادعا کړې، چې دغه کسان د دولت د اربکيانو د قوماندان حاجي فتح خان په کمپ کې وژل شوي او ښخ شوي دي. موندل شوي ټول مړي د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکو دي. سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی، چې دغه سیمه له دوو کلونو راهیسې د ط’البانو په ولکه کې ده.
(2022 / 10 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کندهار په سپین بولدک کې د یوه ډله ییز قبر له موندلو وروسته د ط’البانو د حکومت ځايي چارواکو په تخار کې د یو بل ډله ییز قبر د موندلو اعلان وکړ.
د تخار د قومندانۍ ویاند مبین صافي د شنبې په ورځ نهم د میزان رسنیو ته وویل چې دغه ډله ییز قبر د دغه ولایت د بنګي ولسوالۍ په چشمه سیمه کې موندل شوی دی.
د هغه په وينا، په دغه ډله ييز قبر کې لس جسدونه موندل شوي دي. صافي دغه راز ادعا کړې، چې دغه کسان د دولت د اربکيانو د قوماندان حاجي فتح خان په کمپ کې وژل شوي او ښخ شوي دي.
موندل شوي ټول مړي د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکو دي. سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی، چې دغه سیمه له دوو کلونو راهیسې د ط’البانو په ولکه کې ده.






