سمنګاني: د مهدي بلخابي له منځه تلل د محقق لپاره لویه لاسته راوړنه وه

سمنګاني: د مهدي بلخابي له منځه تلل د محقق لپاره لویه لاسته راوړنه و
سمنګاني دغه غبرګون په داسې حال کې ښودلی چې د ولسمشر پخواني سلاکار محمد محقق د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید په اړه سختې خبرې کړې او ویلي یې دي چې “چاقو هډوکو ته رسېدلی او ښايي هزاره ټولنه مقاومت پیل کړي”.
(2022 / 10 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ط’البانو د حکومت د رسنیو د مرکز مشر وايي، مهدي بلخابي د محقق په تکیه او ډاډ سره مقاومت وکړ. خو محقق هم ونه شوای کولای هغه له هېواده وباسي.
انعام الله سمنګاني د شنبې په ورځ د میزان په ۹ مه په یوه ټوېټ کې لیکلي: «په داسې حال کې چې محقق د مقاومت خبره کوي، څه موده وړاندې مهدي بلخابي د هغه په تکیه کولو سره «مقاومت» پیل کړ، خو محقق نه یوازې دا چې د هغه ملاتړ ونه کړ، بلکې له واکه لرې شو او حتی هغه یې لۀ هیواد څخه ونشو ایستلی. په حقیقت کې د مهدي له منځه تلل د محقق لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وه چې د هزاره ځوان له حریف څخه یې وژغورل شو. نوموړي زیاته کړې چې، د ویلو لپاره ډیر څه شته؛ خو پخپل وخت به هرڅه وړاندې کړي”.
اړوند موضوعات:
شورای امنیت سازمان ملل خواستار محکمه عاملان حمله دیروز در کابل شد