‏امریکا: دوه تازه تللي افغان مهاجرین د بېلابېلو جرمونو په ارتکاب متهم شوي

0
134

د امریکا فدرالي حکومت قضايي هیئت (ژوري) دوه افغان مهاجرین چې تازه له افغانستان څخه امریکا ته تللي دي په دوه بېلابېلو جرمونو متهم کړي دي او پر خلاف یې جنايي دعوی اقامه کړې.

 

 

 

په ۲۰ کلن بحرالله نوري اتهام دی چې یوه ماشومه نجلۍ يې د مهاجرینو په یوه کمپ کې جنسي ځورولې ده. قضايي هیئت هغه په درې مختلفو جرمونو متهم کړی دی. لومړنی اتهام پر یوې ماشومې باندې د زور له لارې جنسي اقدام کول دي، دوهم اتهام له ماشومې سره جنسي اړیکې نیول دي او درېیمه اتهام د ماشومې سره له زور کار اخیستل دي.

دوهم متهم ۳۲ کلن محمد عماد دی چې په خپله مېرمن يې تعرض کړی، د هغې د زندۍ کولو او خپه کولو کوښښ يې کړی دی.

د اتهام سند کې راغلي چې عماد دغه جرم د ستمبر د میاشتې په ۷مه کړی دی. د هغه مېرمنې څارنوالانو ته ویلي چې عماد ورته ویل چې بېرته یې افغانستان ته لیږي.

دواړه افغان اتباع حاضره پولیسو نیولي دي او په زندان کې پراته دي.

که په نوري لګیدلي اتهامات ثابت شول نو حداقل ۳۰ کلونو پورې بند محکومیدلای شي. عماد بیا حداکثر تر لسوکلونو پورې په بند محکومیدلای شي.

د یادونې وړ ده چې امریکا د اګست په میاشت کې هغه افغانان له ځانه سره امریکا ته بوتلل چې په تېرو شلو کلونو کې یې د دوی خدمت کړی و.

Leave a reply