وفاقي سیکرټریټ ملازمینو د ۱۳ اکتوبر څخه د احتجاج کولو اعلان کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
په اسلام اباد کې د وفاقي سيکرټريټ ملازمينو کور کميټۍ مشر رحمان باجوه اتحاديانو او ملازمينو ته د يو خط په ذريعه د غوښتنو د منظورۍ دپاره د اکتوبر په ۱۳ مه د احتجاج او په اسلام آباد کښې د پرلت پیل کولو اعلان کړی دی.
د وفاقي سيکرټريټ ملازمينو کور کميټي مشر وئيلي دي چي دوي به د اکتوبر په څلورمه او 11مه نيټه د دھرنا نه وړاندي پارليمنټ هاؤس ته مارچ کوي۔
هغه غوښتنه وکړه چې د نورو کدرونو د 17 څخه تر 22 درجو افسرانو ته دې هم اجراییوي الاؤنس ورکړل شي.رحمان باجوه ویلي چې د لومړۍ درجې څخه تر ۱۶ پورې د کارکوونکو معاشونه دې ۱۵۰ فیصده زیات کړل شي.
ده ووئيل د صوبو په طريقه د وفاق ملازمان د 1 نه تر 16 ګريډ پورې اهلکارو ته دې ترقي وركړے شي، د كور کرايه، ميډيكل او كنوينس الاؤنس دې 100 فيصده زيات كړې شي.
دا خبره مهمه ده چې د قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا د سکلونو استاذانو هم په دی تیر لنډ وخت کښې احتجاجونه وکړه او دوی غوښتنه وکړه چې په هیواد کښې د روانې ګرانۍ په مناسبت سره ددوی په معاشونو کښې زیاتې وکړې شي.
………………..
نور خبرونه






