افغان دولت وایي د تجارت او نورو وزارتونو په هڅو به د اړینو توکو په بیو کې لا کموالی راشي.

افغان دولت وایي د تجارت او نورو وزارتونو په هڅو به د اړینو توکو په بیو کې لا کموالی راشي.
29 سپتمبر 2022
د افغان دولت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه په ټول هیواد کې د خوراکي او غیر خوراکي موادو په بیو کې د کنترول او د پام وړ کموالي خبر ورکړی.
نوموړي زیاته کړی چې د هېواد په کچه د خوراکي توکو او نفتي موادو په بيعو کې د پام وړ کموالی راغلی او د اسلامي امارت د تجارت او نورو اړونده وزارتونو او نهادونو په هڅو به لا هم د اړینو توکو بیعې کنترول او په بازارونو کې به د سالم رقابت له لارې د هرشي قیمتونه ټيټ وساتل شي. ان شاءالله.
دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې وړاندې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې ډیرې لوړې شوې وې او اوس پکې د نیمایي زیات کموالی راغلی.
اړوند موضوعات
هیواد کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی.
دوه ورځې وړاندې افغان دولت د روسیې سره د تیلو، ډیزلو، غنمو او ګازو په برخه کې تړون کړی چې له مخې به یې روسیه افغانستان ته ۱ میلیون ټن پټرول، ۱ میلیون ټن ډیزل، ۵۰۰ زره ټنه مایع ګاز او ۲ میلیونه غنم په کال کې ورکوي.






