د مریم نواز په ایون فیلډ قضیه کښې بري کیدل، دا د احتساب په مخ یوه څپړه ده: وزیراعظم شهباز شریف

انځور د وزیراعظم شهباز شریف او د مریم نواز د لیدنه په مهال ویډیو څخه اخستل شوې
باغی ټي وي رپورټ
مريم نواز د محکمې له خوا د بري نه وروسته له خپل تره او لومړي وزير شهباز شريف سره وليدل.
په يو بيان کې وزيراعظم وئيلي دي چې په ايون فيلډ ريفرنس کې د مريم نواز بريت د احتساب د نظام په مخ يو څپېړه ده چې د شريف خاندان په ضد استعمال شوې ده.
ياده دي وي چي نن اسلام آباد هائي کورټ د مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نواز په ايون فیلډ ريفرنس کښي بري کړے دے۔ د اسلام اباد هائيکورټ جسټس عامر فاروق او جسټس محسن اختر کياني په مشتمل دوه کسيزه بينچ د مريم نواز په طرف د ايون فیلډ ريفرنس کښې د سزا خلاف درخواست اوريدنه وکړه۔
د اسلام اباد هائي کورټ د مريم نواز وکيل امجد پروېز وکيل او د نيب پراسيکيوټر د دليلونو اورېدو وروستو په مقدمه کې لنډه فيصله وکړه او د مريم نواز د اووه کالو سزا يې باطله اعلان کړه او هغه يې بري کړه.
ياده دې وي چې احتساب عدالت په ايون فيلډ ريفرنس کښې مريم نواز ته د اووه کالو او د هغې خاوند کيپټن ريټائرډ صفدر ته د يو کال بند سزا اورولې وه.
د مسلم لیګ ن مشر نواز شریف د ایون فیلډ په قضیه کښې د لسو کالو زنداني کیدو سزا اورول شوې وه.
………………………






