بل ګیټس په آسیا او افریقا کښې په ماحول دوسته وریژو پیدا کولو پروژه باندې د ۵۰ ملیونه ډالرو مصرف کولو پریکړه کړې ده

0
77

باغی ټي وي رپورټ
د مایکروسافټ شریک بنسټ ایښودونکی بیل ګیټس په نړۍ کې د ناروغیو او بې وزلۍ د ختمولو لپاره کار کوي، مګر هغه هڅه کوي چې زموږ سیاره له یو بل لوی ګواښ څخه وژغوري.

بیل ګیټس د اقلیم د بدلون مخنیوي لپاره د بریک تھرو انرجي وینچرز (BEV) په نوم د یوې ادارې لپاره فنډ راټولوي.
د يوې مرکې په مهال بيل ګېټس وويل تر هغه وخته پورې د اقليمي بدلون مخه نيول ممکن نه دي چې د زهري ګازونو اخراج صفر نه وي او زمونږ اداره به په دې لړ کې کار کوي د کوم لپاره چې د مختلفو کمپنيو لخوا فنډونه ورکول کيږي.
هغه وویل چې د نوي ټیکنالوژۍ پرته به نړۍ د اقلیم د بدلون له بحران سره مبارزه و نه کړې شي.

هغه تمه لري چې د انرژی د پرمختګ لپاره زموږ کار د نړیوال اقتصاد د بدلون لپاره او نړۍ د شنو خونو ګازونو اخراج مخنیوي ته نږدې کړي.

هغه وویل چې BEO به د نوي چاپیریال دوستانه ټیکنالوژیو په راوستلو کې مرسته وکړي.
غه زیاته کړه، د اوږدمهاله ذخیره کولو، شنه هایدروجن، د بریښنا د لیږد سیسټم ښه کولو، د زهرجن ګازونو له اخراج پرته د مختلفو محصولاتو تولید، د سمنټو او فولادو په ګډون، چې ټول یې په لومړیو مرحلو کې دي، د پام وړ پانګونه شوې ده. د سمنټو تولید چې چاپیریال ته لږ زیان رسوي، ډیر ګران دی.

هغه وويل، د شنو خونو د ګازو د اخراج ۶۵ سلنه د منځني عايد لرونکو هېوادونو له خوا رامنځته کېږي او صفر ته د رسېدو يوازنۍ لار د نوې ټکنالوژۍ له لارې ده، ځکه په تېر وخت کشې مالداره هېوادونو په دې برخه کې له پانګونې ډډه کوي.
ګیټس وویل: “موږ تل په دې باور یو چې کرنه ترټولو ستونزمن سکتور دی، مګر موږ په دې کې ډیر پرمختګ لیدلی چې د چاپیریال لپاره هم ګټور دی.”باید یادونه وشي چې بیل او میلندا ګیټس د اسیا او افریقا په مختلفو هیوادونو کې د چاپیریال دوستانه وریجو په پروژو د ۵۰ ملیون ډالرو د لګولو اعلان کړی دی.
د دې پروژې له مخې به د وریجو نوي ډولونه چې د اقلیم د بدلون سره مقاومت کولی شي کرل کیږي.هغه وویل چې څومره ژر چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسېږي هغومره به د اقلیم د بدلون د مخنیوي لپاره ښه وي، ځکه له دې پرته به ډېر څه کول ناشوني وي.

Leave a reply