د سینه بغل روسته د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې لوبغاړې نسیم شاه په کورونا ناروغۍ اخته شوې دې

0
192

باغي ټي وي رپورټ
د ملي لوبډلې ځوان تیز بالر نسیم شاه هم له سینه بغل وروسته په کرونا ویروس اخته شوی دی.

دسرچينو له مخې د نسيم شاه دکرونا ټېسټ مثبت راغلى دى، د نسيم شاه روغتيايي حالت اوس يو څه ښه دى چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

د پي سي بي له مخې نسيم شاه له هسپتال نه خارجيدو وروستو د ټيم هوټل ته واپس راغلې دې فاسټ بالر به په هوټل کښې د کوويډ-19 ټول پروتوکولونه تعقيبوي.
نسیم شاه به د انګلینډ خلاف پاتې سیریز سیالیو کښې برخه وا نه خلي.

ياده دي وي چي نسيم شاه دوه ورځي وړاندي د تبي له وجي هسپتال کښي داخل کړے شوي وو او تيره ورځ پي سي بي د نسيم شاه د سينه بغل نه خبر کړے وو۔

سرچينې زياته کړې، چې د نسيم شاه په راتلونکو سياليو کې د ګډون او له لوبډلې سره د نيوزي لېنډ د وتلو پرېکړه به د هغه د راپورونو له کتلو وروسته د طبي ډلې له خوا وشي.
………………………….

Leave a reply