چین: امریکا د ترهګرۍ پر ځای لۀ افغانانو سره پۀ جګړه بوخته وه

چین: امریکا د ترهګرۍ پر ځای لۀ افغانانو سره پۀ جګره بوخته وه 

د چین د بهرنیو چارو وزارت وزیرې نن یوۀ خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا دې پخپلې جنګي تګلارې لۀ سره غور وکړي.

(2021 / 8/ 18 نېټه باغي ټلړیزیون)

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي چې امریکا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه جګړه پیل کړه خو بریالۍ نه وه. د یاد وزارت ویاندې هوا چون ینګ زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکا له شل کلن حضور سره سره په دغه هېواد کې د ترهګریزو سازمانونو شمېر څه باندې شلو ته رسېدلی دی او دا په دې مانا ده چې امریکا نه ترهګري وځپله او نه یې هم افغانانو ته ارام ژوند برابر کړ. د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې، نوموړې د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي یې دي د امريکا موخه دا نه ده، چې افغانستان جوړ کړي، وایي دا رښتينی حقیقت دی او رښتيا يې ويلي دي، ځکه په عراق، سوريې يا افغانستان کې، هر ځای چې امريکايي ځواکونه ميشت شوي، ترينګلي حالات یې جوړ کړي، خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې او ميليونونه خلک یې بې کوره کړي دي. هغې هیله څرګنده کړې چې امریکا باید پر خپلې جګړه ماري تګلارې له سره کتنه وکړي او د ډیموکراسي د پلي کولو په پلمه دې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文