د امریکا سفیر د پنجاب وزیراعلی سره لیدنه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
لاهور کښې د امريکې سفير ډونلډ بلوم د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي سره وليدل چې پکښې د زراعت، متبادل انرجي، د آبادۍ فلاح او د اوبو په انتظام کښې د شراکت په وده باندې اتفاق شوے دے۔
وزيراعلي وويل په پنجاب کې تر دوولسم پورې تعليم او کتابونه مفت کړل شوي دي، د قانون سازۍ نه علاوه به تعليمي ادارې د نشه يي توکو نه پاکولو لپاره يو سپيشل فورس جوړ کړل شي.
پرویز الهي وویل، دوی په دې برخه کې د امریکا د همکارۍ هرکلی کوي، دوی به په جبل سلیمان کې کوچني بندونه هم جوړ کړي او د پنبې د نویو تخمونو لپاره به د امریکا همکاري د پام وړ وده وکړي.
هغه زیاته کړه، دوی د چناب پر سیند د دوو لویو بندونو د جوړولو پلان هم لري، هغه ورته په ډاګه کړه چې دوی به د امریکا له تخنیکي ملاتړ څخه هرکلی وکړي.
نور خبرونه