ا فغانستان سره دې د نړۍ هیوادونه مرستې وکړي: طیب اردوان

باغي ټي وي رپورټ
د ترکی صدر طیب ادردوان د ملګري ملتونو د ۷۶ عمومي اسمبلۍ غونډي ته په وینا کښې ویلي دې چې وخت راغلې چې افغان عوام په امن او خوشحالۍ کښې ساه واخلي.
طیب اردوان اوویل چې د افغانستان هیواد ته د عالمي رورولۍ د مرستو ضرورت دې . طیب اوویل چې امید لری چې په افغانستان کښې نور امن او استحکام راشي.
اردوان اوویل چې دنیا ته ډیر نقصان د سیکوریټي کونسل ۵ غړو ورکړې دې. دوی اوویل چې دنیا د سیکوریټي کونسل ۵ غړو نه غټه ده او دنیا ته هم دې ۵ هیوادونو زیات زیان رسولې دې.
اردوان غوښتنه وکړه چې د کشمیر مسله دې د ملګري ملتونو د قراردادونو لاندې هواره شي او د فسلطین مسله دې هم د دو ریاستي فارمولې ترلاندې هواره شي.
اردوان ژمنه وکړه چې په افغانستان کښې به په دې سخت وخت کښې خپلې ذمه واري پوره کول جاري ساتي.






