محمد بن سلمان د سعودي عربستان هیواد د لومړي وزیر په توګه وګمارل شو.

0
156

محمد بن سلمان د سعودي عربستان هیواد د لومړي وزیر په توګه وګمارل شو.

28 سپتمبر 2022

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د سعودي عربستان د لومړي وزیر څوکۍ د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ته وسپارله.

 

د سعودي عربستان آژانس د خبر له مخې؛ د سعودي عربستان پاچا خپل زوی د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکه.

همدا راز د محمد بن سلمان د حکم له مخې؛ خالد بن سلمان د سعودي عربستان د دفاع د وزیر د مرستیال په توګه وټاکل شو، خالد بن سلمان له دې مخکې د دفاع وزارت مرستیال و.

 

رویترز راپور ورکړی، چې محمد بن سلمان د ولیعهد په توګه دنده ترسره کوي او هغه د سعودي عربستان اصلي حاکم دی. دغه هېواد د نړۍ ترټولو لوی تېل صادرونکی او په منځني ختیځ کې د امریکا بنسټیز متحد دی.

د دغه راپور له مخې؛ فیصل بن فرحان د بهرنیو چارو وزیر، عبدالعزیر بن سلمان د برېښنا وزیر، خالد بن عبدالعزیر الفلیح د پانګونې وزیر، عبدالعزیز بن سعود بن نایف بن عبدالعزیز د کورنیو چارو وزیر. د دغه هېواد د مالیې وزیر بن عبدالله الجدان د دغه هېواد په کابینه کې بدل شوي ندي.
په فرمان کې دا هم ویل شوي، چې پاچا سلمان به د کابینې د هغو غونډو مشري ته دوام ورکړي، چې هغه په کې ګډون کوي.
د دغه حکم له خپرېدو څو ساعته وروسته د سعودي عربستان دولتي تلویزیون وښودله، چې پاچا سلمان د سې شنبې پر ورځ د کابینې د غونډې مشري کوي.
۸۶ کلن پاچا سلمان په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي عربستان پاچا شو؛ هغه په ​​تېرو دوه کلونو کې څو ځله په روغتون کې بستر شوی دی. محمد بن سلمان په ۲۰۱۷ کال کې د سعودي عربستان د ولیعهد په توګه له ټاکل کېدو راپدیخوا په دغه هېواد کې د بدلون راوستلو لپاره پراخې هڅې پیل کړې دي.
رویترز وايي، محمد بن سلمان د اقتصاد د تنوع او پر تېلو د تکیه کمولو هڅې کړي، ښځو ته یې د موټر چلولو اجازه ورکړې او په ټولنه کې یې د علماوو واک کم کړی دی.

Leave a reply