خلیل الرحمن حقاني: د نوي نسل د روښانه راتلونکي لپاره کلک عزم، ژمنتیا او ډېر کار ته اړتیا ده.

0
162

خلیل الرحمن حقاني: د نوي نسل د روښانه راتلونکي لپاره کلک عزم، ژمنتیا او ډېر کار ته اړتیا ده.

28 سپتمبر 2022

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني تیره ورځ کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۴۰۰ زره ټوکه درسي کتابونو د وېش په مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال وويل: چې د نوي نسل د روښانه راتلونکي لپاره کلک عزم، ژمنتیا او ډېر کار ته اړتیا ده. هغه ټینګار کړی، چې پر عصري علومو سربېره دیني علومو ته دې هم پاملرنه وشي تر څو داسې نسل وروزل شي، چې دین او هېواد دواړو ته ژمن وي.

 

ښاغلي حقاني په خپله وینا کې زیاته کړه چې پوهنتون او مدرسه دواړه یو او د یوې موخې لپاره دي، هغه زیاته کړه چې د پوهنتون او مدرسې تر منځ واټن چې غیرو رامنځته کړی، باید له منځه یوړل شي.

اړوند موضوعات

حقانی: پوهنتون و مدرسه هر دوی اش به یک هدف است و برای افغان ها ضرور است   

 

ښاغلي حقاني د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې ووېل چې په تعلیمي او تحصيلي نصاب کې باید د هېواد اسلامي ارزښتونو او کلتور ته ډېره پاملرنه وشي او داسې نسل وروزل شي چې هغه دین او هیواد دواړو ته ژمن او وفادار وي.

Leave a reply