د ایټمي امنیت په اړه مو بشپړه سسټم جوړ کړې، پاکستان هڅه کوي چې زیاته ایټمی انرژی ترلاسه کړي: د پاکستان د ایټمی انرژۍ کمیشن

0
80

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ایټومي انرژۍ د کمیشن مشر وايي، موږ د اټومي امنیت د ملي مسوولیت په پام کې نیولو سره یو جامع اټومي امنیتي سیسټم جوړ کړی او پاکستان هڅه کوي چې لا زیاتې اټومي انرژي ترلاسه کړي.

د ایټمي انرجۍ نړیوالې ادارې (IAEA) 66م جنرل کانفرنس په ویانا کې ترسره شو چې پکې د پاکستاني پلاوي مشري د اتومي انرژۍ کمیشن مشر راجه علي رضا انور کوله.
د اټمي انرجۍ کمېشن چيئرمېن ډاکټر راجا علي رضا انور جنرل کانفرنس ته د وينا په مهال وويل پاکستان د شنو هاؤس گازونو اخراج د محدودولو دپاره گامونه اخستي دي او په دې لړ کې به هم کوشش کوي.

ډاکټر علي رضا انور زیاته کړه چې د کوویډ-۱۹ وبا نړۍ د زونوټیک ناروغیو د مخ په زیاتیدونکي خطرونو څخه خبر کړې او موږ د IAEA د تخنیکي همکارۍ پروګرام څخه ډیره ګټه پورته کړې ده.
هغه دا هم وویل چې پاکستان ایټمي امنیت یو ملي ذمه واري ګڼي او د دې مقصد لپاره مونږ یو جامع ایټمي امنیتي سیسټم جوړ کړی او د ایټمي امنیت په برخو کې د نړیوالو ادارو د مرستې او همکارۍ قدرداني او ستاینه کوو.

نور خبرونه

محمد بن سلمان د سعودي عربستان لومړې وزیر ټاکل شوې، وزیراعظم شهباز شریف ورته په عربې ژبه کښې مبارکي و رکړې ده


…………………………

Leave a reply