یونما: د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې د ملا هبت الله پۀ وینا تړل شوې دي 

0
115

یونما: د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې د ملا هبت الله پۀ وینا تړل شوې دي 

د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي له څرګندونو څو ساعته مخکې د ط’البانو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزي د نجونو لپاره د ښوونځیو پر ژر تر ژره پرانېستلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې زده کړه د نارینه وو او ښځو لپاره مطلق مکلفیت دی او په دې برخه کې هېڅ ممانعت نشته.

 

(2022 / 9 / 28   نېټه باغي ټلویزیون)،

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي (یوناما) د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو په ګډون پر ښځو بندیزونه د ملا هبت الله له خوا لګول شوي دي.

اخندزاده، د ط’البانو د حکومت مشر دی.

نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د سه شنبې په ورځ (د میزان ۵ مه) جوړه شوې وه وویل: «د ط’البانو له ځانه اعلان شویو چارواکو سره زموږ د خبرو پر مهال، ط’الب مشرانو وویل چې د ملا هبت الله له خوا [د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لیسو د تړلو] پریکړه وشوه.

پوتزل وویل چې د ط’البانو د حکومت نور غړي چې که له دې پرېکړې سره موافق نه وي، یا نه شي کولای یا نه غواړي دغه لاره بدله کړي.

د یوناما مشر زیاته کړه چې دی اندیښمن دی چې له ط’البانو سره د ښکیلتیا د ستراتیژۍ په اړه په نړیواله ټولنه کې د ډیرو خلکو صبر په ختمیدو دی. پوتزل زیاته کړه چې په تېرو څو میاشتو کې مثبت پرمختګونه شوي، خو ډېر کم او ډېر تدریجي دي او منفي پرمختګونه پر مثبتو پرمختګونو برلاسي دي. هغه د نجونو لپاره د منځنيو ښوونځيو او لېسو تړلو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دا پرېکړه په نړۍ کې بې سارې ده.

د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي له څرګندونو څو ساعته مخکې د ط’البانو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزي د نجونو لپاره د ښوونځیو پر ژر تر ژره پرانېستلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې زده کړه د نارینه وو او ښځو لپاره مطلق مکلفیت دی او په دې برخه کې هېڅ ممانعت نشته.

ستانکزي زیاته کړه چې هیڅوک د نجونو د ښوونځیو د تړلو لپاره شرعي دلیل نه لري او ټینګار یې وکړ چې د ښوونځیو دروازې باید هرڅومره ژر چې امکان ولري د ټولو پر مخ پرانیستل شي: «که موږ غواړو چې ملي یووالی رامنځته کړو، باید تبعیض ونه کړو. د زده کړو دروازې باید د هر چا پرمخ پرانیستل شي. د طالبانو له واکمنۍ وروسته تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځيو ته نه شي تلای.

  ټول ښوونځي باید په پسرلي کې پرانیستل شي. خو دې ډلې خپله ژمنه ماته کړه. د پوهنې وزارت پخواني سرپرست نورالله منیر په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي د «فرهنګي ستونزو» له امله تړل شوي او خلک نه غواړي چې په اوسني وضعیت کې خپلې نجونې ښوونځیو ته واستوي. دغو څرګندونو پراخ منفي غبرګونونه راپارولي دي.

Leave a reply