تخار کې څلور تنه د یوې نجلۍ د خرڅېدلو پۀ تور نیول شوي دي

په تخار کې د ا.ا د حکومت وياند عبدالمبين صافي وايي، د درېيو نارينه او يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو يوه ځوانه نجلۍ د خپلې کورنۍ له اجازې پرته د پيسو په بدل کې پلورلې ده. د هغه په وينا، دغه څلور تنه له هر اړخيزو څېړنو او د سيمې د اوسېدونکو په همکارۍ د تلې مياشتې په پنځمه نېټه د تخار د امنيې قوماندانۍ د منسوبينو له خوا ونيول شول.
(2022 / 9 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په تخار ولایت کې د ا.ل سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ د پلورلو په تور د څلورو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
په تخار کې د ا.ا د حکومت وياند عبدالمبين صافي وايي، د درېيو نارينه او يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو يوه ځوانه نجلۍ د خپلې کورنۍ له اجازې پرته د پيسو په بدل کې پلورلې ده. د هغه په وينا، دغه څلور تنه له هر اړخيزو څېړنو او د سيمې د اوسېدونکو په همکارۍ د تلې مياشتې په پنځمه نېټه د تخار د امنيې قوماندانۍ د منسوبينو له خوا ونيول شول.
صافي وويل، چې د دغو څلورو کسانو دوسيه د ا.ا د حکومت له خوا عدلي ارګانونو ته سپارل شوې ده.