پبلک اکاونټس کمیټۍ د خیبر پښتونخوا سرکاري هیلی کاپټر کارولو کسانو لسټ غوښتې دې
باغی ټي وي رپورټ
پبلک اکاونټس کميټۍ نيب نه په خيبرپښتونخوا کښي هيلي کاپټر استعمالونکو کسانو مکمل فهرست طلب کړے دے۔
دپبلک اکاونټس کميټۍ (پي اے سي) چيئرمېن نور عالم خان لارښوونه کړې چې څلور واړه صوبې دې د جهازونو غلط استعمال کونکو څخه د الوتکو د کارولو په بدله کښې پیسې واخلي او نيب دې د جهازونو د استعمال څارنه وکړي.
دپبلک اکاؤنټس کميټۍ په غونډه کې نور عالم خان وويل زه ټولو سياسي مشرانو ته وايم چې هيلي کاپټرې دټولو جلوسونو لپاره نۀ دي بلکې دخلکو پيسې لگوي.
سوئي ناردرن کښې د چيئرپرسن تقررۍ په معامله پي اے سي د آډټ چارواکو ته لارښوونه هم وکړه چې د چيئرپرسن د تقرر عمل دې تصديق کړي او کميټۍ ته دې هم خبر ورکړي۔
د کميټۍ غړو د ګيس کمپنيو لخوا د نادارانو نه وصولي باندې د غصې څرګندونه وکړه او د سوئي سدرن او سوئي ناردرن چارواکو ته يې هدايات ورکړ چې په يوه هفته کښې د 67 اربه روپو وصولي يقيني کړي او د نادارانو د ګيس کنکشنونه دې پرې کړي۔ .
ګيس کنکشنونو نه خلاصيدو په اړه چيئرمېن د پټروليم سيکرټري نه پوښتنه وکړه چې د پي اے سي د هداياتو باوجود د ګيس کنکشنونه ولې نه پرانستل شوي ولې هغه ځواب ورکړو چې د ګيس کمي له وجې کنکشنونه نه دي پرانستل شوي په کومه چې چيئرمېن پي اے سي وزيراعظم ته د لیک استولو پریکړه هم وکړه.
نور خبرونه
عمران خان تور لګولې دې چې اسحاق ډار د این آر او ترلاندې پاکستان ته واپس راغې
اسلام آباد هایی کورټ په اډیاله زندان کښې زندانیانو سره د غیرانساني سلوک په اړه د پلټنو امر کړې