پخواني د خزانې وزیر اسحاق ډار د سینیټر په توګه سوګند پورته کړو
باغی ټي وي رپورټ
د خزانې پخواني وزير اسحاق ډار د سېنېټ د غړي په توګه سوګند پورته كړو۔
اسحاق ډار له څو کلونو جلاوطنۍ وروسته پرون د لومړي وزير شهباز شريف سره يو ځای هېواد ته راستون شو. اسحاق ډار نن د سېنېټ د غړيتوب سوګند پورته كړو او د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د هغه نه سوګند پورته كړو۔
په دې وخت کې د اپوزیشن مشرانو شور او ګډوډې هم جوړ کړې وو. پي ټي آئي غړو د سېنېټ د چيئرمېن میز محاصره كړو او د غونډې د اېجنډا پانړې ی وشلولې.
له بلې خوا د حلف له پورته کولو وروسته د حکومتي ایتلاف غړي اسحاق ډار څوکۍ ته ورغلل او هغه ته یې مبارکي وویله.
ياده دې وي چې مسلم ليګ (ن) اسحاق ډار د خزانې د وزير په توګه نومولی دی.
نور خبرونه
د داخله چارو وزارت په لندن کښې د پاکستاني وګړو د پاسپورټ لغوه کولو خبره رد کړې ده