احمدشاه حبیبي: ا.ا محمودشاه حبیبي نیولی او له یوې نیمې میاشتې راهیسې لادرکه دی

احمدشاه حبیبي: ا.ا محمودشاه حبیبي نیولی او له یوې نیمې میاشتې راهیسې لادرکه دی
احمدشاه حبیبي زیاتوي، که څه هم بېلابېلو ادارو ته د خپل ورور موندلو او د هغه د جرم پوښتلو لپاره ورغلي، خو تراوسه یې په اړه هېڅ ډول معلومات نه دي پیدا کړي.
د ا.ا امنیتي ادارو او ویندویانو تراوسه د محمودشاه حبیبي نیول کېدل تایید یا رد کړي نه دي او نه یې هم ویلي چې هغه یې په څه جرم نیولی دی.
(2022 / 9 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملکي هوایي چلند ادارې د رییس محمودشاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي وایي چې ا.ا شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د ده ورور د کور له دروازې بیولی او لا یې هم په اړه هېڅ معلومات نه لري.
نوموړی ادعا کوي چې د ا.ا ځواکونه یې د ورور له نیول کېدو وروسته د هغه کور ته چې په وینا یې «یوازې ښځې» پکې وې، ورغلي او د محمودشاه حبیبي ځینې سندونه او کمپیوټر یې هم وړی دی.
هغه وايي، ورور یې له څو کلونو راهیسې کابل کې یوه خصوصي شرکت سره کار کاوه او تر هغه مخکې د ملکي هوایي چلند ادارې رییس و.