اسحاق ډار د وزیراعظم شهباز شریف سره پاکستان ته رارسیدلې دې

دا ذمه واري مشر نواز شریف راکړې ده، هڅه به کوم چې پاکستان له اقتصادي بحران څخه اوباسم: اسحاق ډار

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د امريکې او برطانيې د مصروفې دورې نه پس وطن ته واپس شوے دے۔

د خزانې پخوانی وزیر اسحاق ډار چې له پنځو کلونو راهیسې په جلاوطنۍ کې دی، هم له وزیراعظم سره دی.
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل او د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب هم وطن ته تللي دي۔

لومړی وزیر شهباز شریف او ورسره پلاوی په یوه ځانګړې الوتکه کې له لندن څخه نیغ په نیغه اسلام اباد ته را رسېدلی دی.

د هوايي چلند د سرچینو په وینا، د لومړي وزیر او ورسره پلاوي الوتکه په نورخان هوايي اډه کې ښکته شوه.
دا خبره د یادونې ده چې سبا د نهې په ورځ به اسحاق ډار د وفاقي خزانې وزیر په توګه د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړي.
هېواد ته له ستنېدو وروسته اسحاق ډار په خپل بيان کې وويل چې دالله په فضل سره خپل وطن ته راستون شوى يم، زه به خپله ټوله هڅه وکړم چې پاکستان له اقتصادي بحران څخه راوباسم.

اسحاق ډار وويل پاکستان به داقتصادي بحران څخه راويستلو لپاره پوره کوشش کوي، وزيراعظم نوازشريف دماليې دوزير ذمه واري راکړې ده، هغه اوویل چې په کال 1998 اؤ 2013م کې ی هم هيواد داقتصادي بحران څخه راويستلې وو.
…………….