د نواز شریف په مرستیال لندن کښې د چاقو برید شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) مشر او د پخواني وزيراعظم نواز شريف سيکرټري راشد نصرالله په لندن کې دفتر ته د تللو په مهال د نامعلومو کسانو لخوا چاقو بريد شوی دی.

برید د ختیځ لندن په الفریډ سیمه کې شوی، راشد نصرالله په برید کې زیانمن شوی نه دی.
د نواز شریف د سکرتر رشید نصرالله په وینا برید کوونکي په چاقو او خنجر سمبال وو.
برید کوونکو د نواز شریف د مرستیال څخه وغوښتل چې له نواز شریف لرې پاتې شي، هغه پریږدي او د هغه څخه جلا شي.

راشد نصرالله وویل برید کوونکي سپکې سپورې اوبدې خبرې وکړې او د ځای وتښتېدل.
هغه اوویل چې پولیسو ته یې رپورټ درج کړی دی، هغه په بیان کښې زیاتوي چې د نړۍ هیڅ ځواک مونږ له نواز شریف څخه نه شي لرې کولای، هغه اوویل چې مونږ له دوی ګواښونه څخه نه ډاریږو.