په تورخم پوله د مزدورانو پرلت به دوام وکړي، ځایی خلقو او مزدورانو لپاره دې په تورخم پوله د ویزې شرط ختم کړې شي: لنډیکوتل پریس کلب کښې د مشرانو خبري غونډې ته وینا

0
101

باغی ټي وي رپورټ
د لنډیکوتل ځایی سیاسي،غیرسیاسي مشرانو او ځوانانو د حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې په تورخم پوله دې ددې سیمې ځایی خلکو ته د افغانستان ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
لنډیکوتل پریس کلب کښې یوې خبري کانفرنس ته په وینا کښې د جماعت اسلامي مشر حاجي مقتدر شاه آفریدي، د خوګا خیل قوم نمایندګانو برکت الله ، نجیب شینواري، ابودرده شینواري، کلیم الله شینواری، فهمیدوالله شینواري، سمیع الله آپریدي، امیر نواز، جعفر شینواري او یو شمیر نورو مشرانو اوویل چې په تورخم پوله یو اهلکار د ځایی مشرانو سپکاوي وکړو، هغوی اوویل چې مشرانو سرکاري چارواکو سره د مزدورانو د ستونزې په اړه خبرو کولو لپاره په تورخم پوله سرکاري چارواکو سره خبرو لپاره لاړو خو دې مشرانو ته یو اهلکار بدرد اوویل چې او د ځایی مشرانو سپکاوې ی وکړو.
مشرانو غوښتنه وکړه چې د هغه سرکاري اهلکار دې د تورخم څخه بدلي وشی ځکه دا اهلکار په تورخم پوله د خلکو سپکاوي کوي. مشرانو دا هم اوویل چې څه کسان په تورخم پوله د افغان مسافرړ سره بدسلوکي کوي، مشرانو اوویل چې په دې مسافرو کښې مریضان وي ، مشرانو غوښتنه وکړه چې د پاکستان څخه چې کوم افغان مسافر افغانستان ته ځی ،دوی له باید خپل وطن د تګ اجازه ورکړل شي.
مشرانو دا غوښتنه هم وکړه چې د ځایی خلکو لپاره دې د افغانستان د ویزې شرط ختم شي، افغان مسافرو سره دې هم نرمي وکړې شي.
حاجي مقتدر شاه آپریدی اوویل چې د ملک په نورو سرحدونو ځایی خلکو ته اسانې ورکړل شوی چې دوی بغیر د ویزې په پوله سفر وکړي خو په تورخم پوله د لنډیکوتل ځایی خلکو سره بې انصافي شي او دوی ته بغیر د ویزې په تورخم پوله اجازه نه ورکړل کیږي، دوی غوښتنه وکړه چې ځایی خلکو لپاره دې د ویزې شرط ختم شي، مزدورانو سره دې هم نرمي وشي او هغه اهلکار چې د مشرانو سپکاوې ی کړې ، ډیر زر دې د تورخم څخه بدل کړې شي، مشرانو دا هم اوویل چې په تورخم پوله به ددې پرلت دوام وکړي ، هغوی اوویل چې ترڅو چې ددوی غوښتنې نه وی منل شوي ددوی پرلت به دوام وکړي.

Leave a reply