سندهه هایی کورټ ویلي دي چې له ښاریانو څخه د ښاروالۍ ټیکس اخستل مناسب نه دې

باغی ټي وی رپورټ
د سندهـ هائي کورټ د K اليکټرک لخوا د بجلۍ په بلونو کې د ميونسپل ټيکس جمع کول بند کړي او ويلي يې دي چې د موټرو د ټيکس، پراپرټي ټيکس او مشوري ټيکس په شتون کې له ښاريانو څخه د ښاروالۍ ټيکس اخيستل مناسب نه دي.
د سندهـ هائي کورټ کښې د K اليکټرک لخوا د بجلئ بلونو کښې د ميونسپل ټيکس جمع کولو خلاف درخواست سماعت شوے دے۔
د کراچۍ ایڈمنسټر مرتضی وهاب عدالت ته حاضر شو، چې عدالت ترې پوښتنه وکړه چې ایا دا هماغه ټېکس دی چې د برېښنا په بلونو کې جمع کېږي؟

جسټس حسن اظهر رضوي ریمارکس ورکولو کښې وویل که ښاریان دغه ټیکس ورنکړي نو بریښنا به پرې کړي.
د کراچۍ انتظاميې مرتضيٰ وهاب عدالت ته وويل مونږ د روغې جوړې هڅې کړې خو بريالي شوي نه يو، د دې نه علاوه به څلور اربه روپۍ عايد وي او دا پيسې به د ښار انفراسټرکچر په ښه کولو لګول کيږي.

جسټس حسن اظهر رضوي د ريمارکس ورکولو په مهال وويل چې په ښار کې د پراپرټي ټيکس او د موټرو د ټيکس 20 فيصده بايد ولګول شي، دغه ټيکس ته ضرورت نشته.
انتظاميه کراچۍ وائي چې دغه ټيکس لږ ترلږه 50 روپۍ اؤ زيات تر 200 روپۍ دى، د پينځوؤ زرو روپو ټيکس 200 روپو ته راښکته شوى، پخوا به د بل جيب ته ځي، اوس به KMC ته راځي.

عدالت دکراچۍ انتظاميې څخه پوښتنه وکړه چې په بدل کې به ښاريانو ته څه خدمات ورکوي؟ مرتضی وهاب وايي، سړکونه، انډر پاسونه، پلونه او پارکونه او ۲۰۶ سړکونه به تر څار لاندې وي. جسټس حسن اظهر رضوي د ريمارکس ورکولو په مهال وويل چې سړکونه خراب دي، د سيوريج سيسټم خراب دى، د سړکونو څراغونه نشته، غلاوې روانې دي، د کوم خدمت نه بغير به ټيکس څنګه جمع کوي؟
د کراچۍ انتظاميې وويل چې دا نوې ټيکس نه دى، پخوانى ټيکس دى، په دې اړه عدالت ريمارکس ورکړ چې دا د K اليکټرک له لارې نه دى، څوک چې ټيکس نه ورکوي، د هغه برېښنا پرې کېږي.

مرتضی وهاب وویل چې اوس د مالیاتو راټولول مه بندوئ، زه به تر راتلونکې اوریدنې پورې ټول جزیات وړاندې کړم، دا ټول د ۵۰ کسانو په احتجاج کولو باندې کولې شي.
نور خبرونه

بلوچستان کښې د فوځي چورلکې راغورځیدو پیښه، د وزیراعظم شهباز شریف غبرګون مخې ته راغلې دې

د پاکستان د ټاکنو کمیشن د اسحاق ډار د څوکۍ په اړه مهمه پریکړه محفوظه کړي ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文