هڅه به وکړو چې راغورخیدونکې اقتصاد وژغورو او د اقتصاد ښه کولو لپاره ښه پلان وکړو : اسحاق ډار

0
49

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې پخوانی وزیر اسحاق ډار وايي هڅه به وکړي چې د زوال په لور روان اقتصاد مخه ونیسي او د اقتصاد او ملکي معیشت بحالولو او ښه کلو لپاره چارې پیل کړي .

پاکستان ته د تللو نه وړاندې جيو نيوز سره په خبرو کې اسحاق ډار وويل چې پاکستان د څلورو کالو راهسې په کومه تنده کې تېر شوی دی د چا نه پټ نه دی.

هغه وویل چې دا د الله تعالی خاص فضل دی چې له دفتر څخه لندن ته د خپل طبي لپاره راغلی و، نن الله تعالی بیرته هماغه دفتر ته رابللی دی.
اسحاق ډار وويل د نوازشريف په مشرۍ کې د کال ۲۰۱۷ څخه تر کال ۲۰۲۳ پورې پورې مونږ د نړۍ په کچه 18م معيشت جوړیدو، د سود شرح تر ټولو ټيټه وه او د ودې شرح هم لوړه وه، نور مائيکرو انډيکيټرز هم ښه او په لوړه کچه وو. کچه او د بهرنیو اسعارو زیرمې لوړې وې او په لوړه کچه د پاکستانۍ روپۍ ارزښت هم باثباته وو.
هغه اوویل چې هڅه به وکړي چې د هېواد د مخ پر ځوړ اقتصاد مخه ونيسي او خپل لوري ته سم کړي.

اسحاق ډار وويل، زما په ضد د 20 کالو نه د ټيکس ريټرنز نه جمع کولو جعلي مقدمه ده، ما هيڅکله د ټيکس ريټرنز جمع کولو کښې ځنډ نه دے کړے.
نور خبرونه

د خزانې پخوانۍ وزیر اسحاق ډار چې په لندن کښې دې د وزیراعظم شهباز شریف سره واپس پاکستان ته راځي

Leave a reply