ملګري ملتونه (UNDP) په افغانستان کې د معتادینو د درملنې له ۱۷ مرکزونو سره مرسته کوي.
ملګري ملتونه (UNDP) په افغانستان کې د معتادینو د درملنې له ۱۷ مرکزونو سره مرسته کوي.
25 سپتمبر 2022
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې دغه اداره په افغانستان کې د معتادینو د درملنې ۱۷ مرکزونو ته درمل او طبي وسایل ورکوي.
دغه سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه سازمان له نشه يي توکو سره د مبارزې له دفتر سره يې يو هوکړه ليک لاسليک کړى دى. د دغه تفاهم لیک پر بنسټ به دغه دواړه موسسې د معتادینو د درملنې په ۱۷ مرکزونو کې درمل، طبي وسایل او د اړتیا وړ روغتیايي توکي برابر کړي.
خبر زياته کړه چې د افغانستان په شمال، لويديځ، ختيځ او مرکزي سيمو کې د ٩٣٠ بسترونو په ظرفيت سره د معتادينو د درملنې مرکزونه د څه د پاسه دوه ميليونو ډالرو په لګښت جوړيږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د دفتر استازي عبدالله المداري وويل، چې دغه هېواد لا هم په نړۍ کې د ترياکو او کوکنارو تر ټولو ستر توليدوونکى هېواد دى او په تېرو کلونو کې يې زرګونه افغانان د کورنيو په ګډون بې کوره کړي دي. په نشه يي توکو روږدي شوي.
ښاغلي الدرداري زیاته کړه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر ژمن دی چې په دغه هېواد کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.
همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر استازې انوبه سعود هم د ملګرو ملتونو د دوو ادارو دغه اقدام په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو د فعاليت د دوام لپاره مهم وباله او ويې ويل چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په ټول افغانستان کې، ډیری دا مرکزونه مالي ملاتړ ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه: “دا تړون به د ملګرو ملتونو ګډې هڅې بیا راژوندي کړي چې د یوې مهمې مسلې سره معامله وکړي چې د افغانستان نارینه، ښځې او ځوانان یې اغیزمن کړي دي.”
اړوند موضوعات
ملګري ملتونه: بشرپاله مرستې د افغانانو ستونزې نشي هوارولی
په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل سره سم د معتادینو په برخه کې د بهرنیو هېوادونو مالي مرستې په بشپړه توګه بندې شوې او اکثره بهرنۍ موسسې چې د معتادینو په درملنه کې هم فعالې وې، له افغانستانه ووتل.