د وزیراعظم آډیو ثبوت دې چې کوم غیرقانوني کار نه دې شوې، هیچاته کومه غیرقانوني ګټه نه ده شوې: مریم اورنګزیب
باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د وزيراعظم ليک شوې آډيو د دې ثبوت دے چې هيڅ غير قانوني کار نه دې شوې او نه هم چا ته کوم غير قانوني فائده ورکړې شوې ده۔
په کرک کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د چیرمین عمران خان وینا ته په غبرګون کې مریم اورنګزیب وویل چې د هند څخه د بریښنا پلانټ د عمران خان د حکومت د پالیسۍ او قانون له مخې راغلی، عمران صاحب! د هائي کورټ ملتان بينچ د هاؤسنګ سوسائټي ګرډ سټيشن لګولو په اړه فيصله واوروله۔
ريم اورنګزېب وويل هغه څوک چې دهنديانو څخه بهرنۍ فنډ اخلي هغه په حسد کې ده، شهباز شريف هيڅ پاليسۍ نۀ ده بدله کړې اؤ نۀ يې چا څخه دځمکې اؤ ٥ قيراط هيرې غوښتنه کړې ده.
دوي اوويل چي عمران خان په غصه او خفه دے چي د آډيو نه هم څه غير قانوني نه شي راويستلي، چا چي د پنځه قيراط الماس لپاره د حکومت پاليسي بدله کړه هغه نن په نورو بدګماني کوي، څوک چي د ساعت څخه ګټه اخستونکې د دې خپلو دروغو او ددې ساعت څخه ذاتي ګټه اخستو په اړه فکر وکړي. په آډیو کې د شوکت ترین او د صوبايي وزیرانو د پاکستان ضد سازش په شان څه نه دي را څرګندي شوي.
……………………..