د پاکستان کابل سفارتخانه کښې یو اهم ملاقات
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان او د چین سفیرانو ترمینځ اهم ملاقات شوې، په دې ملاقات کښې د افغانستان په موجوده سیاسی او سیکوریټی حالت خبرې اترې شوي.
په افغانستان کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه یو تصویر خپور کړې چې پکښې دوی د چین سفیر سره ناست دي. په ټویټ کښې ی لیکلی چې نن مې په کابل کښې وانګ یو سره ولیدل او د افغانستان په موجوده حالاتو مې ورسره خبرې وکړي.
په ملاقات کښې په دې خبره زور ورکړې شوې چې د پاکستان، چین او افغانستان نورې دنیا سره په خو اړیکو جوړولو کار وشی او په افغانستان کښې د انساني حقونو ته زیان و نه رسی او په افغانستان کښې حکومتی قانون او اصول عملي شي.
یاده دې وی چې په پاکستان ، چین او روس په کابل کښې د سفارتخانو د نه تړلو اعلان کړې.