باغی ټي وي پښتو د عثمان کورنۍ سره اړیکه نیولې ، د پاکستان کرکټ ټیم لپاره لوبه کوونکې عثمان شینواري روغ رمټ دې

د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې لپاره لوبه کوونکې عثمان شینواري: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
نن په ټولنیزو رسنیو د پاکستان قومي کرکټ لپاره لوبه کوونکي یو تیز توچ اچوونکي لوبغاړي چې د لنډیکوتل قبایلي سیمې څخه ی تعلق دې، ددې په اړه جعلي او بې بنیاده خبر په ټولنیزو رسنیو خپور شوي چې هغه د زړه د ناروغۍ له وجهې مړ شوې دې.
د راپورونو مطابق د لاهور په ځايي کرکټ لیګ کې د لوبغاړي د مړینې له خبر وروسته د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي عثمان شینواري د ټوېټ له لارې د هغه د روغتیا خبر ورکړو چې هغه بالکل ټیک دې.
د باغي ټي وي هم د عثمان شینواري کورنۍ سره اړیکه ونیوله او وی ویل چې عثمان شینواري روغ رمټ دې او کوم بل لوبغاړی چې عثمان شیرانی نوم ی دې، هغه د لوبې په مهال مړ شوې دې.
د راپورونو مطابق یو ځايي کرکټر عثمان شیراني په لاهور کې د ليګ سياليو پر مهال د زړه د بندیدو له امله مړ شو. کوم لوبغاړې چې مړې شوې دې د هغه نامه عثمان شیراني وه.
د ځايي لوبغاړي د مړینې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ د ملي لوبغاړي عثمان شینواري په اړه ناسم خبرونه خپاره شول.
په ټولنیزو رسنیو خبریالانو او نور سیاسي او غیرسیاسي مشرانو هغه کاررونکي وغندل چې د عثمان شینواري په اړه ی د دروغو خبر خپور کړل او دوی له ی مشوره ورکړه چې بغیر د پلټنو داسې خبرونه خپاره نه کړي، عثمان شینواري هم مجبور شول او ټویټ ی وکړه چې هغه روغ رمټ دې.
Me belkul thek ho Allah ka shukar hai mery pory family ko log calls kr rahy hai with due respect itni bari News chalany se pehly tasdeeq kar liya kary shukria🙏
— Usman khan shinwari (@Usmanshinwari6) September 25, 2022





