د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو په عراق کې د کردي ملشو په یوې ډلی برید کړی.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو په عراق کې د کردي ملشو په یوې ډلی برید کړی.
25 سپتمبر 2022
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو شنبه سپټمبر ۲۴مې د عراق په شمال کې د کردي ملیشو په یوې ډلې برید کړی.
ایران دا برید پداسې حال کې کړی چې د یوې ځوانې نجلۍ تر وژل کیدو وروسته د دې هیواد په ګڼ شمیر سیمو کې خلکو مظاهرې پیل کړي او د امنیتي ځواکونو سره د اخ او ډب په پیښو کې څه باندې ۵۰ تنه وژل شویدي.
وژل شوې انجلۍ چې ۲۲ کاله عمر یې درلود د ایران د کردستان سیمې اوسیدونکې وه.
د ارنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د ایران په لویدیځ کې د آزربایجان ولایت څخه د عراق په سرحدي سیمو کې د “ترهګرو” په مرکزونو د هاوان توغندي وار کړي.
په راپور کې د برید په هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي او دا هم پکې ندي ویل شوي چې دا برید ولې شوی او د مرګ ژوبلې په هکله هم څه ندي ویل شوي.
د عراق حکومت هم تر اوسه په کردي ملیشو د ایران د برید په هکله څه ندي ویلي.
په عین حال کې د ایران نیمه سرکاري خبري اژانس تسنیم چې ګمان کیږي د ایران د پوځ سره نږدې اړیکې لري د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د اعلامیې په حوالې لیکلي چې دا عملیات به ادامه ولري چې په سرحد کې د امنیت ډاډ تر لاسه شي.
د تسینم اژانس په راپور کې ویل شوي چې پدې برید کې د کردي بیلتون غوښتونکو مرکزونه په نښه شوي و او دې ډلې ته “جدي” زیان رسیدلی خو نور جزیات یې ندې ورکړي.
اړوند موضوعات
در درگیری بین معترضان و نیروهای امنیتی در ایران پنج نفر کشته شدند
د تسینم اژانس په راپور کې ویل شوي چې دا برید په ایران کې په تازه نارامیو کې د کردي بیلتون غوښتونکو سره د پراخ ملاتړ په غبرګون کې شوی.