د ضلع خیبر په وادي تیرا کښې د الوتکو بمبارۍ خبرونه بې بنیاده او جعلي دي: ځایی اوسیدونکي

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر لرې پرته سیمه وادي تیراه د چرګه چینه په اړه په ټولنیزو رسنیو کښې د بمبارۍ خبرونه جعلي او بې اساسه دي. ځایی تن مهمند د ضلع خیبر باړه تحصیل خبریالانو ته ویلي دي چې دلته هیڅ کومه بمباري نه ده شوې.
په ټولنیزو رسنیو داسې خبرونه خپاره شوی دي چې د وادي تیرا په سیمو کښې الوتکو بمباري کړې ده، خو بل اړخ ته سرچینې وایی چې د وادي تیرا په څه سیمو کښې فوځي الوتکو الوت کړې دې او کومه بمباري ی نه ده کړې.
د تیراه په سیمه کې د هلیکوپټرو د بمبارۍ راپورونه یوازې اوازې دي او دا دروغو او جعلي خبرونه دي.
نن د فرنټیر کور انسپکټر جنرل د تیراه وادي دوره کوي، د IGFC سره 2 هیلي کاپټرې په حفاظت کې ګرځي، یوازې په یو مشکوک ځای ډزې شوي دي او نور ټول دروغ او بې بناده خبرونه دي چې د الوتکو څخه ډزې شوي دي، سرچینې وایی خلک باید ډاډ وسي او هرڅه د کنټرول لاندې دي او خلک باید خپل کار ته دوام ورکړي.
……………………………..






