ملګرو ملتونو کې  د افغانستان استازی پۀ ۷۷ غونډه کې وینا نکوي   

0
174

ملګرو ملتونو کې  د افغانستان استازی پۀ ۷۷ غونډه کې وینا نکوي 

په همدې حال کې د ط’البانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې که افغانستان ته په ملګرو ملتونو کې څوکۍ ورکړل شي، دوی به د افغانستان په اړه له سیمې او نړۍ سره رښتیني واقعیتونه شریک کړي او اندېښنو ته به ځواب ووایي.

 

(2022 / 9 / 25    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق ویلي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۷مه غونډه کې به وینا ونه کړي. نوموړي د شنبې په شپه په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې “د هغه هوکړې او شالید له مخې چې تېر کال په عمومي اسامبله کې رامنځته شوې وه”، د افغانستان او میانمار استازي به سږ کال په عمومي غونډه کې خبرې ونه کړي. فايق څرګنده کړه، چې ټاکل شوې ده د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې چې د سپټمبر په ٢٧مه د افغانستان د حالاتو په اړه جوړېږي، ګډون او وينا وکړي.

د جمهوري ریاست له نسکوریدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي غلام محمد اسحاقزي له دې مقامه استعفا وکړه او د افغان پلاوي مشري یې نصیر احمد فایق پر غاړه واخیسته.

په همدې حال کې د ط’البانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې که افغانستان ته په ملګرو ملتونو کې څوکۍ ورکړل شي، دوی به د افغانستان په اړه له سیمې او نړۍ سره رښتیني واقعیتونه شریک کړي او اندېښنو ته به ځواب ووایي.

په افغانستان کې دا مهال یو مشروع حکومت نشته او یو کال تېر شو، خو هیڅ هېواد یا نړیوال فورم د ط’البانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

Leave a reply