قریشي په امریکا کښې زلمي خلیلزاد سره هم ملاقات کړې
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په امریکا نیویارک کښې په افغانستان کښې د امن راوستلو لپاره د امریکا حکومت خصوصي نماینده زلمي خلیلزاد سره هم ملاقات کړې دې.
په دې ملاقات کښې قریشي خلیلزاد په افغانستان کښې د روان سیاسی بدلون او د افغان اولس ته راپیښو ستونزو نه خبر کړو.
قریشي په دې خبره زور ورکړو چې نړیوال هیوادونه دې په افغانستان کښې د کوم بشري ناورین رامخې ته کیدو نه وړاندې ددې مخه ونیسي او افغان اولس سره دې مرستې وکړي.
Met with @US4AfghanPeace
& discussed latest developments in #Afghanistan. Shared Pakistan’s concern for the growing humanitarian crisis in Afghanistan & need for the int’l community to address this as an immediate priority with aid and assistance to the Afghan people. #UNGA pic.twitter.com/CjHw1pAjI3— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) September 21, 2021