د نیوزي لینډ ټیم په پاکستان کښې د لوبې نه انکار، سازش هند تیار کړې وو:فواد چوهدري

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري یوې خبرې غونډې ته په وینا کښې ویلي دي چې د د پاکستان په دوره راغلي د نیوزي لینډ ټیم خلاف سازش په هند کښې تیار شوې وو.
فواد چوهدری وایی چې جعلي د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه په هند کښې جوړ شوې وو او د هندوستان نه استعمالیدل.
د سما ټي وي رپورټ مطابق نیوزي لینډ ټیم ته د هند نه دهمکې ورکړې شوې وی او هم دغه شان په د لوبې د پیل کیدو په ورځ دنیوزی لینډ ټیم د پاکستان سره د لوبې کولو نه انکار وکړو.
یاده دې وي چې د پنجشیر په جنګ کښې د پاکستان د ککړتیا جعلي ویډیوګانې د هند په رسنیو خپرې شوې وی چې بیا روسته د بي بي سي نیوز له طرف نه دا رپورټ هم جعلی ثابت کړې شو. د هند یو رسنې د ویډیو ګیم یوه ویډیو په رپورټ کښې خپره کړې وه او ویلي ی وو چې پاکستان په پنجشیر جنګ کښې ککړ دې، دا رپورټ بي بي سی نیوز جعلي ثابت کړو.
• دورہ نیوزی لینڈ کی منسوخی کا جال بھارت میں بْنا گیا، فواد چوہدری
• کرپٹ مافیا ہمارا سب سے بڑا دشمن ہے، وزیر اعظم عمران خان
• پاکستان اسٹاک ایکسچینج بڑی مندی کا شکار
دیکھئےدوپہر 03 بجے کی ہیڈلائنز#SamaaTV #Headlines pic.twitter.com/T71tIuESU7— SAMAA TV (@SAMAATV) September 22, 2021





