ذبیح الله مجاهد: موږ تېر یو کال کې سترې لاسته راوړنې لرلې 

0
155

ذبیح الله مجاهد: موږ تېر یو کال کې سترې لاسته راوړنې لرلې 

ښاغلی مجاهد وايي چې په تېر کال کې کوم خدمات وړاندې شوي ټول مستند او روښانه دي. ذبیح الله مجاهد وايي، ولس ته د حکومت حساب ورکول به حکومتداري ښه لوري ته بوځي او هڅې روانې دي چې په راتلونکي کال کې افغانستان ته لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.

(2022 / 9 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې دوی د رسنیو له لارې له خلکو سره ډېر څه ترلاسه کړي دي.

ښاغلي مجاهد دا خبره نن شنبه د دوهم ځل لپاره وکړه. هغه وايي: “ټول ولس شاهدي ورکوي چې موږ په منظم ډول پرمخ روان یو، د حکومت ټولې کړنې د حکومت د حساب ورکونې پروګرام له لارې له ملت سره شریکې شوې او اوسنی حکومت په راتلونکي کې هم د لا پرمختګ لپاره ژمن دی.”

د ا.ا. د سرپرست حکومت ویاند زیاتوي، چې دوی د حکومت په یوه کال کې د خلکو لپاره ازموینه ورکړه، چې ښه پایله یې درلوده.

اړوند موضوعات: 

افغانستان تېر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر کړي دي

Leave a reply