افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو د اندونیزیا د بهرنیو چارو لۀ وزیر سره کتلي دي 

0
180

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو د اندونیزیا د بهرنیو چارو لۀ وزیر سره کتلي دي 

په ورته وخت کې رینا امیري په یوه ټویټ کې ویلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي طارق علي بخت سره یې د ښځو او ځوانانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي. په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړه چې په دې غونډه کې موافقه وشوه چې د افغان نجونو د تعلیم له حق څخه ملاتړ باید د ښځو د کار له حق سره تړلی وي.

(2022 / 9 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ او په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا استازې رینا امیري د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وسټ د جمعې په شپه په ټویټر کې لیکلي چې ده او رینا امیري د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې ریتنو مارسودي سره خبرې کړې دي.

ښاغلي ویسټ په خپل ټویټ کې زیاتوي چې “افغان نجونو او ښځو نه ستړي کیدونکي مدافع” په توګه اشاره وکړه.

Leave a reply