امریکا تازه افغانستان سره ۳۲۷ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه   

امریکا تازه افغانستان سره ۳۲۷ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه 

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو اعلان وکړ چې د سویس د حکومت او د افغانستان د اقتصادي کارپوهانو په ګډون له خپلو نړیوالو همکارانو سره په همغږۍ به د افغانستان د مرکزي بانک د ۳.۵ میلیارده ډالرو زیرمو د ساتلو او اداره کولو لپاره کار وکړي.

 

(2022 / 9 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا متحدو ایالتونو له افغانستان سره د شاوخوا ۳۲۷ میلیونه ډالرو د بشري مرستو اعلان وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په شپه په یو لړ ټویټونو کې وویل چې د امریکا د ۳۲۷ ملیون ډالرو نوې مرستې هدف د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو ملاتړ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې له افغانستان سره د امریکا نوې مرستې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د غوښتنې په ځواب کې دي چې له افغانانو سره مرسته کوي. هغه ویلي دي چې دا مرستې د مرستندویه ادارو له لارې د افغانستان خلکو ته رسیږي.

له بلې خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دغې مرستې په اړه وضاحت ورکړى او ويلي يې دي، چې له دې جملې څخه ١١٩ ميليونه ډالره به د دغه وزارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لارې ورکړل شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د امریکا د پراختیايي ادارې د بشري مرستو د دفتر له لارې به افغانستان ته نور ۲۰۸ میلیونه ډالر ورکړل شي. په اعلاميه کې ويل شوي، چې دغه مرسته د سرپناه، روغتيايي خدمتونو، د داخلي بې ځايه شويو کسانو د بيا مېشتېدو، ساتنې، د حمل او ميندو د روغتيا، د ژوند ژغورنې، د مخنيوي خدمتونو او د جنډر پر بنسټ تاوتريخوالي ته د ځواب ورکولو په برخو کې ورکول کېږي. ویل کیږي چې په ګاونډیو هیوادونو کې له افغان کډوالو سره د روغتیا، تغذیې، د کرونا ویروس د معایناتو او واکسیناسیون په برخه کې مالي مرستې هم دوام لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د دغه هېواد مرستې ۱.۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلې دي. دغه وزارت ویلي دي چې دوی د افغانستان خلکو ته ژمن دي او د نړیوالې ټولنې له نورو غړو یې هم غوښتي دي چې د مارچ د ۳۱مې نیټې ژمنو ته د افغانستان د خلکو د ملاتړ په خاطر ژمن پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو اعلان وکړ چې د سویس د حکومت او د افغانستان د اقتصادي کارپوهانو په ګډون له خپلو نړیوالو همکارانو سره په همغږۍ به د افغانستان د مرکزي بانک د ۳.۵ میلیارده ډالرو زیرمو د ساتلو او اداره کولو لپاره کار وکړي. په افغانستان کې د “افغانستان صندوق” په جنیوا کې تاسیس شو.

د امریکا د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې دا صندوق د دې لپاره جوړ شوی چې پیسې د افغانانو په ګټه وکاروي او د ط’البانو او نورو سخت دریځو ډلو د لاس رسي مخه ونیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *