سوریا کښې د سمندر په غاړه کښتې ډوبه شوې، ۷۱ کستان مړه شوي دي

0
43

باغي ټي وي رپورټ
د سوریې په سواحلو کې د مهاجرو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۷۱ تنه مړه شوي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ رامنځ ته شوې چې په کښتۍ کې له ۱۲۰ څخه تر ۱۵۰ پورې مهاجر د ښځو او ماشومانو په ګډون د لبنان، سوریې او فلسطین اتباع وو.

چارواکي وايي، تر اوسه د ۷۱ کسانو جسدونه را ایستل شوي او پاتې ۲۰ نور روغتونونو ته لېږدول شوي او د پاتې کسانو د لټون هڅې روانې دي.
د ژغورنې د چارواکو په وینا، تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

چارواکو زیاته کړې، دغه کښتۍ د لبنان بندر ته څېرمه د مینی له بندري ښاره وتلې وه او ګومان کېږي چې داې کښتې اروپا ته روانه وه.

Leave a reply