د ګډ اقتصادي دهلیز اړوند په سوداګریزو توکو بار لومړی اورګاډی د بلخ حیرتان ته راورسېد.

0
200

د ګډ اقتصادي دهلیز اړوند په سوداګریزو توکو بار لومړی اورګاډی د بلخ حیرتان ته راورسېد.

23 سپتمبر 2022

د دې اقتصادي دهلیز د عملي چارو د افتتاح او د لومړۍ جوپې سوداګریزو توکو د را رسیدو په مناسبت د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست له لوري ځانګړي مراسم ترتیب شوي وو، چې د مسؤلینو سربیره پکې د چین او ازبکستان استازو هم ګډون کړی وو.

په غونډه کې د اوسپنې پټلۍ مالي او اداري مرستیال ښاغلي خان محمد مذهبي خپله وینا کې ووېل: موږ هڅه کوو سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړو، څو سوداګر وکولای شي په اسانۍ سره توکي وارد او صادر کړي چې دا چاره به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې وڼده واخلي.

اړوند موضوعات

د افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان ترمنځ نوی اقتصادي دهلیز رامنځته شوی

 

یاده دې وي چې د دغه اقتصادي دهلېز هوکړه د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چین هېوادونو د استازو ترمنځ د روانې مياشتې په ۱۹ مه شوې وه چې نن یې رسمي پرانيسته وشوه.

Leave a reply