نړیوال بانک پاکستان ته ۱.۷ ملیارده ډالر مرسته ورکوي

0
83

باغي ټي وي رپورټ
د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک سیمه ییز مرستیال مارټین رایسر ویلي، نړیوال بانک پلان لري چې پاکستان ته ۱.۷ میلیارده ډالره مرسته ورکړي.

د نړيوال بانک مرستيال په اسلام اباد کې د انرژۍ له وفاقي وزير خرم دستګير سره وليدل.
مارتین رایسر د سېلابونو د ویجاړیو له امله ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د ده د سفر موخه د ځمکې پر سر د حقایقو خبرول دي.

هغه وویل، د نړیوال بانک مرستې د بیارغونې مرستې، د نویو بیړنیو عملیاتو او د ټولنیز امنیت د پروګرامونو د پیاوړتیا په ګډون د ظرفیت لوړولو اوږدمهاله هڅو په بڼه کېدی شي.
د نړیوال بانک مرستیال وویل، د نوي کیدونکو توکو په اړه د پاکستان د پالیسۍ بدلون په سم لوري کې یو ګام دی، او زیاته یې کړه چې پاکستان د نړیوال بانک ترټولو لوی انرژي پورټ فولیو لري.

د غونډې په څنډه کې د انرژۍ وزیر نړیوال بانک ته ډاډ ورکړ چې اوسنی حکومت د عوایدو د زیاتوالي او د انرژۍ په سکتور کې د اصلاحاتو او د ستونزو د حل لپاره ژمن دي.
نور خبرونه

د ملګري ملتونو عمومي مرستیال سره په لیدنه کښې وزیراعظم پاکستان د کشمیر ستونزې را اوچته کړې ده

افغان چارواکو عملیات کړي، د ټي ټي پي مهم غړي ی نیولي دي

Leave a reply